https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
کورپاڼه > پروژې > د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى په افغانستان او ګاونډيو هېواد کې
د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى په افغانستان او ګاونډيو هېواد کې
تړاو کاپي کاپي شو
دا پروژه د اوبوپوړ بياچارج، د سيلابونو او وچکالۍ مخه نيسي.
هېواد کې له سيلابونو او وچکاليو څخه مخنيوى کېداى شي، خو پروګرام، همت، ولسي او حکومتي همکاري غواړي. زموږ لپاره موسمي پېښو مخنيوى بايد لومړيتوب وي. په غرونو او دښتو کې ډنډې جوړل، وړ هستوګني برابرول، خاوريشړېدنه بندول او شنيلى ډېرولو نوښتونو سره د سيلابونو زيان څخه او وچکاليو مخنيوى کېداى شي. همدارنګه د هايدرولوژي علم پر بنسټ ووروکرلو له مخې باران ته لورى هم ورکول کېداى شي.

په دغه اړه تخنيکي ډلګيو کې راسره ملګري شئ:
د ملي مړښت پروګرام: ډنډې پيسبک ډلګۍ ملګرتيا
د ملي مړښت پروګرام : ډنډې واټساپ ډلګۍ غوښتنه 
افغانستان کې د سرچينو بډاى کولو سره د اوبو او خوړو کمښت لمنځه وړل
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ملي مړښت لاندې د ښاغلي نور رحمان لېوال اندېښنې او ملي اشر څخه چې د مرغومي ١٧، ١٣٩٣ کال پيل شوى تر اوسه لاندې ادراو او کسانو ولې ډېرې هلېځلې کړي:

د نور رحمان لېوال بنسټ، ډېرو کسانو، موسيسو او ادارو ته وړانديز کړئ چې ترسره يې کړي.
د ملي پراختيا شرکت: دا پروژه کابل کې پرمخ وړې
ښاغلى نعمت الله وفا، د کندهار ولايتي شورا څخه د ١٣٩٨ ولسمشرۍ د ټاکنو پروخت ډاکټر اشرف غني ډلې ته وړانديز کړئ.
ښاغلى حليم فداي، د لوګر ولايت والي که تاسې په دغه اړه څه ترسره کړي خپل نوم او کړه مو راسره شريک کړئ.
په ٣، ٨، ١٤٠٠ لېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ
د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى ښاغلي نور رحمان لېوال انديښنه او د ملي اشر غږ، مرغومۍ ١٧، ١٣٩٣: په سړو سيمو کې درې مياشتې د چينو، څاګانو او کاريزونو اوبو ډېرولو او سيلابونو د مخنيوي ملي اشر
تړاو کاپي کاپي شو
د ژمي درې مياشتې په سړو سيمو کې کارونه او زدهکړې کمې وي، ډېر خلک وزګار وي، زه په ټولو هېواد مينو غږ کوم راځي چې پدغو دريو ماشيتو کې راتلونکي کال لپاره مړې چينې، څاګانې او کاريزونه ژوندي او د نورو اوبه ډېرې کړو. همدارنګه په راتلونکي کال کې د سيلابونو مخنيوى وکړو. دا کار په هغه سيمو کې چې ژورې څاګانې يې د کرنې د اوبو ترلاسه کولو لپاره ويستلي ډېر اړين دى.

دې چارې ته د ځمکې لاندې اوبو د سرچينو چارجکول (واټرټيبل ريچارج) وايي چې په تېرو دوو لسيزو کې په پرمختلليو هېوادونو کې ډېر عام دى، د غريزو او وچو سيمو لپاره لکه زموږ، چارج کول ډېر ګټور دي. په عکسونو کې چې ګورئ، د واورو او باران د اوبو د تمکيدو لپاره په ډاګونو، غونډيو او غرونو کې نري لښتي يا کندې (ډنډې) ويستل دي، دوى کې د اوبو تمکيدو سره :

١- د اوبو سرچينې چارج کېږي.
٢- په کندو (ډنډو)، لښتيو او شاوخوا کې ېې د څارويو لپاره واښه شنه کيږي.
٣-په زېم سره يې چينو، څاګانو، کاريزونو، ويالو او سيندونو ته وتلو سره اوبه ډېريږي.
٥- د خاورې د له منځه تللو مخنيوي کېږي.
٦- د سيلابونو مخنيوى کېږي.
٧- په هېواد کې خوراک او څښاک پريمانه کېږي.
٨- کال وروسته به پدغو لښتيواو کندو کې کرنه هم کولاى شئ.

د ټول هېواد په کچه هرڅوک يې په يوازى، ملګرو يا د کلى سره په اشر دغه ډنډې کندې او لښتي د لوبو کولو په وخت ورکولو کې ايستلاى شي، يوه ميتي يا کلنګ، بيلچې او ګرمو جامو ته اړتيا ده. هيله ده لږترلږه په اونۍ کې ٢ ساعته د دغه اشر د خبر رسولو، برخه اخيستلو او همکارۍ کولو سره هېواد اباد کړئ. دا اشر د ټولو همکارۍ ته اړتيا لري.

د لېوال ملي مړښت پروګرام اشر کې ګډون.
د ګرمو جامو، ميتى يا کلنګ او بيلچې مرسته وکړئ، موږ به ستاسې مرسته د پروګرام څخه همکارى غوښتونکو ته ورسوو. د اشر خبر او ګټې خلکو ته ورسوئ.

د پروګرام سره تخنيکي مرسته وکړئ، څېړنه وکړئ، تخنيکي مواد او تجربې د نورو ژبو څخه وژباړى او د پروګرام له لارې يې نورو سره شريک کړئ.

د لېوال ملي مړښت پروګرام څخه همکاري غوښتل
موږ خپله لومړى دنده دا ټاکلې چې د چينو، څاګانو او کاريزونو اوبو ډېرولو او سيلابونو مخنيوي د ملي اشر لپاره تخنيکي مالومات برابر او تاسې سره يي شريک کړو او هغوى چې پروګرام سره مرسته کوى تر تاسې يې مرستې درورسو.

مرسته کولو او ترلاسي لپاره خپله اړيکه په يادونه يا کامنټ، پېغام او ټليفون کولاى شي. د دغه پروګرام د پرمختګ لپاره په هره ولسوالۍ کې يو کس د پروګرام سفير پکار ده، له هغو ملګرو چې غواړى د پروګرام سفير شي،هيله ده اړيکه وکړي.

هيله ده د ناورينونو د مخنيوي لپاره پروخت لږلږ خوځښت وکړئ، لږترلږه د خپل بام، انګړ او پټيو باراني اوبه کابو کولو سره د ځمکې لاندې د اوبو سرچينو چارج کولو کې مرسته وکړئ. هغوى چې په څاګانو پمپونه لږولي پام مو وي چې د ځمکې لاندې د اوبو سرچينې محدودې دي، لاندې ليکنه کې مې د ځاګانو چارج کولو لپاره تابيا درښودلې، که پام ونکړئ، خداى مه کړه چې اوبه ونلرئ او بيا زما د خبرې ارمان کوئ.



يادونې
د ځمکې لاندې د اوبو سرچينې محدودې دي.
هغه غرونه چې د ښويدو ګواښ ولري هلته دا هڅې مه کوئ.

په پاريس کې د اقليمي بدلونو په هکله کانفرانس COP21 د ډېرو پام ځان ته را اړولاى. اقليمي بدلونونه به په افغانستان، پښتونخوا او سيمه هم دوه ناوړه اغېزې ولري، يوه د وچکاليو او بله د درنو اورښتونو له امله سيلابونه، ددغو دواړو د مخنيوي لپاره مو په هېوادوالو د ملي اشر غږ کړى وو اوس يې يوځل بيا کوو.
نور رحمان لېوال
د کارپه بدل کې دغنمو ویش ترعنوان لاندې داوبو مدیریت کولو برنامه پیل شوهد کارپه بدل کې دغنمو ویش ترعنوان لاندې داوبو مدیریت کولو برنامه پیل شوهلېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ
لېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ
تړاو کاپي کاپي شو
د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کول، د ښاغلى نور رحمان لېوال د ١٣٩٣ ولسمشرۍ د پروګرامونو برخه وو، ترڅو په هېواد کې وچکالۍ لمنځه يوسي، د سيلابونو مخنيوى وکړي او هم د کاريزونو او چينو راژوندى کولو سره خوارک او څښاک ډېر شي. د هغه وخت درغلګر حکومت او د ټاکنو کميسيون د ښاغلى نوماندى ته خنډ شول.خو هڅه شوه چې د ولس او حکومتي سرچينو او ارادې ته په کتو د لېوال ملي مړښت پروګرام ځينې وړانديزونه خپاره شي چې "د چينو، څاګانو او کاريزونو اوبو ډېرولو او سيلابونو د مخنيوي ملي اشر" له هغو څخه يو دى.

١٣٩٨ کب مياشت کې د وخت حکومت دغه نوښت د ملي پراختيا شرکت لاندې خپل کړ، همدارنګه د خوښۍ خبره ده چې په ٣، ٨، ١٤٠٠ لېوال ملي مړښت پروګرام ، د سيلابونو او وچکاليو مخنيوى، د اوبو د سرچينو او ورشوګانو بډايه کولو د ١٣٩٣ وړانديز امارتوالو هم خپل کړ چې زرګونو کسانو ته يې د کار کولو واره برابره کړه.

حکومت بايد دغه پروګرام لاپياوړى او په ټول هېواد کې عملي کړي او ټول هېوادوال بايد ترخپل توان د خپلو کورونو، ځمکو، ورشوګانو او نژدې غرونو کې کندې ويستل وکړئ. دا به د سختو بارانونو په وخت کې د سيلابونو له راتګ څخه مخنيوى وکړي، ځکه نړۍ کې د موسمي بدلونو له امله بارانونه ډېر جوړنده او اوبه يې بېکابو وي او به هم خوراک، څښاک او د اوبخور اوبو ډېرولو کې مرسته وکړي.

د لېوال بنسټ اداره
#نرلېوال #سيلابونه_مخنيوى #لېوال_ملي_مړښت
د ښاغلى لېوال د اوبو سرچينې بډايه کولو اندېښنه خپلولو لومړى هڅه، لوګر افغانستاند ښاغلى لېوال د اوبو سرچينې بډايه کولو اندېښنه خپلولو لومړى هڅه، لوګر افغانستان
د ښاغلى لېوال د اوبو سرچينې بډايه کولو اندېښنه خپلولو لومړى هڅه، لوګر افغانستان
تړاو کاپي کاپي شو
په مارچ ٢٠١٩ کې د لوګر والي ښاغلي حليم فدايي د يوې ورځې لپاره د لوګر ولايت په سر پوري غره کې د ښاغلى نور رحمان لېوال د اوبو د سرچينو بډايى کولو انديښنه خپلولو لپاره ډنډې ويستي او ځينې نيالګي يې هم نيال کړل، خو له بدمرغه دغه لړۍ جاري و نه ساتل شوه، کېداى شي لامل يې دغه چاپېريال لپار د نيالګيو وړتيا يا سياسې انګېزي وي.
د ښاغلى لېوال  د اوبو سرچينې بډايه کولو او سيلابونو مخنيوي اندېښنه حکومت شپږ کاله وروسته د ١٣٩٨ کب مياشت کې خپله کړهد ښاغلى لېوال  د اوبو سرچينې بډايه کولو او سيلابونو مخنيوي اندېښنه حکومت شپږ کاله وروسته د ١٣٩٨ کب مياشت کې خپله کړهد ښاغلى لېوال  د اوبو سرچينې بډايه کولو او سيلابونو مخنيوي اندېښنه حکومت شپږ کاله وروسته د ١٣٩٨ کب مياشت کې خپله کړه
د ښاغلى لېوال د اوبو سرچينې بډايه کولو او سيلابونو مخنيوي اندېښنه حکومت شپږ کاله وروسته د ١٣٩٨ کب مياشت کې خپله کړه
تړاو کاپي کاپي شو
په افغانستان کې د ښاغلي لېوال د اوبو د سرچينو بداى کولواندېښنې ١٣٩٨کال کې يو ځل اور واخيست، دا ځل د ښاغلي نور رحمان لېوال د ولسمشرۍ د کمپاين په پر وخت دا سکالو دومره مشهور شوه چې ډېری خلک يې پر دې باوري کړي چې حکومت د کرنې برخه کې پراختيا او پانګونې ته پاملرنه کوي. هغه وو چې د ټاکنو پاى کې په ٩ د کب ١٣٩٨ د دولتي ملکيت په ډول د ملي پراختيا شرکت رامنځته شو.
ملي پراختيا شرکت په کابل ښار کې د "اوبو سرچينو بډای کولو” پروژه پيل کړه، د کابل يو څو غريزو برخو کې کندې/ ډنډې جوړې کړي او ادعايې کړې چې ٤١زره کارګرو ته يې ددغې پروژې له امله دندې ورکړي. ښاغلي لېوال د هېواد سياست، ټيکنالوژي، سوداګرۍ، شتمنيز تيا يا اقتصادي پرمختګ کې سمونپال دى. په ډېرو برخو کې ي يې د ملي ګټو لپاره غوره نوښتونه او اندېښنې رامنځته کړي چې افغانستان کې حکومتونو ډېرې ناوخته خپلې کړې لکه د اوبو د سرچينو بډاى کول اندېښنه چې شپږ کاله ورسته يې خپله کړې.

لېوال بنسټ اداره