https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
مورينګه سابه پلي (عربي ډول)  ځانګړنې له ښي اړخ څخه ونې ډډ، ښاخ، پاڼې (پالکو په ډول خوراک خو په کمه کچه)، ګل(درملو کې کارېدل)، تازه پلى، پوخ د خور
لېوال مورينګه سابه پلي ډول يا ورايټي له تخم کرل
Copy Link Copied
لېوال مورينګه سابه پلي ډول چې له نوم څخه يې څرګندېږي دغه ډول ونه د پاڼو (سبو) او پلي لپاره کرل کېږي. دغه ونې عربي هېوادو لکه عمان او اماراتو کې کرل شوې او تخم يې راټول شوى. دغه ونه زموږ له تجربې په اماراتو کې په ٤ کلونو کې شاوخوا ٦×٦ متر مربع ځاى کې خپره شوې او تر ٨ متره لوړه شوې، خو عکس کې ګورئ چې شاخوا ٢٠متر مربع لادېر ځاى يې نيولاى. کله چې پلي وکړي د بار له امله يې ښاخونه ماتېږي.

غوره به وي چې د ښاخپريکړ سره کابو شي چې پاڼو او پليو ته يې ترلاسى اسانه وي. لاندې د نيالي او پټيو کې د کرلو لارښوني دي.

دغه تخم په ټول هېواد کې په ازمېښتي ډول کرل کېږي په اړه يې لاندې د کرلو بهير تر څېړنو لاندې دى، پايله د کرلو، لويدو، ستونزې او نور به به يې دلته شريکوو