https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال مورينګه سابه پلي ډول پټيو کې نيال کرل
تړاو کاپي کاپي شو
لېوال مورينګه سابه پلي ډول چې له نوم څخه يې څرګندېږي دغه ډول ونه د پاڼو (سبو) او پلي لپاره کرل کېږي. دغه ونې عربي هېوادو لکه عمان او اماراتو کې کرل شوې او تخم يې راټول شوى. دغه ونه زموږ له تجربې په اماراتو کې په ٤ کلونو کې شاوخوا ٦×٦ متر مربع ځاى کې خپره شوې او تر ٨ متره لوړه شوې، خو عکس کې ګورئ چې شاخوا ٢٠متر مربع لا ډېر ځاى يې نيولاى. غوره به وي چې د ښاخپريکړ سره کابو شي چې پاڼو او پليو ته يې ترلاسى اسانه وي. لاندې د نيالي او پټيو کې د کرلو لارښوني دي. دا به غوره وي چې تر پټې کرلو وړاندې نيال وکرل شي او بيا پټې ته يوړل شي.

تودو سيمو کې کرل
هلمند، کندهار، پراه، نيمروز، لغمان ، ننګرهار ، خوست، مزار کې غوره ده چې ١٠مربع متره کې يوه ونه وکرل شي، چې يوه بسوه کې ١٠ ونې راځي.

سړو سيمو کې کرل
کابل، لوګر، ورګ، پروان، غزني، هرات، غور، سمنګان، کنړ او نور کې به غوره وي چې ٥ مربع متره کې وکرل شي، ځکه کېداى شي په ژمي پرېکول وغواړي او پسرلى بيا له بجګي وکړي. چې يوه بسوه کې ٢٠ ونې راځي.