https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
کورپاڼه > پروژې > مورينګه ونه دودول
مورينګه ونه دودول
تړاو کاپي کاپي شو
د مورينګه ونې لومړى قلمه او نيالګىمورينګه ونې لومړى نيالګى
د لېوال بنسټ لخوا د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم ډالۍ ترلاسه کړئ
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال بنسټ لخوا د مورينګه ونې بوټي، ځينې قلمې او تخم هېواد ته ډېر ژر رارسيدونکي دي که غواړئ د ډالۍ په ډول يې ترلاسه کړئ د نومليکنه تڼۍ کليک سره غوښتنه وکړئ. د لېوال بنسټ له ډېرو څېړنو وروسته د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم په لاندې ځايونو کې موندلي که هېوادوال وغواړي ترلاسه کولاى يې شئ:

1- پېښور، کچه ګړۍ قوريو يا نرسريو کې ٢متره (٧ پوټه) نيالګۍ تر څلورنيم سوه کالدارې، او يو ١ متر يا (۳ پوټه) تر ۳۰۰ روپۍ خرڅېږي، د قوريو يا نرسريو کارکوونکو لېوال بنسټ استازى ته وويل چې دغه بوټي ډېر ژر لويږي، څلورو مياشتو کې له دوه لويشتو څخه دوه متره پورې رسېږي. خو داسې ښکاري چې د پېښور بوټي د مورينګه کوم ځانګړى ډول دى.

٢- دوبۍ، ورسان سيمې په قوريو يا نرسريو کې مورينګه ونې بوټي ١ متر لوړ تر ٢٥- ٤٠ درهمو او دوه متره لوړ بوټې له ١٠٠-١٥٠ درهمو خرڅېږي چې له عمان څخه دوبۍ ته راوړل کېږي. همدرانګه که څوک له دوبۍ څخه د مورينګه ونې قلمه ځان لپاره وړلئ شي، موږ سره اړيکه وکړئ.

٣- د مورينګه ونې تخم په هندوستان او دوبۍ کې پيدا او لېوال بنسټ يې د راوړلو بهير پيل کړئ، هندوستان تخم په درې ډوله او د دوبۍ يو ډول دى چې تر اوسه ٤٠٠٠ دانې تخم کابل ته لېږل شوي. په لاندې شرتونو د ځاني کرلو او قوريو کې د خرڅلاو يا ډالۍ کولو لپاره د لېوال بنسټ لخوا ډالۍ کېږي.

١- د ځان لپاره کرل له نومليکنې څخه وروسته په راسيدو به څلور ډوله (لېوال سابه مورينګه، لېوال سابه پلي مورينګه، لېوال پلي مورينګه، لېوال خنډۍ مورينګه) تخم څخه دوه دانې او د دوبۍ له ختم څخه ٢ دانې چې ټول ٨ دانې کېږي هر راجسټر شوي کس ته ورکول کېږي چې خپل کور، بڼ، پټي يا ځنګله کې يې وکري. يادونه: تر اوسه يوازې دوبۍ څخه د مورينګه تخم هېواد ته لېږل شوى.

٢- قوريه کې د خرڅلاو يا ډالۍ لپاره کرل د هر ولايت مرکز او ولسواليو کې دوه قوريو ته د مورينګه څلور ډوله (لېوال سابه مورينګه، لېوال سابه پلي مورينګه، لېوال پلي مورينګه، لېوال خنډۍ مورينګه) تخمونو څخه ٢٠ دانې چې ټول شپيته دانې تخمونه کېږي او د دوبۍ له ختم څخه ٥ دانې د لېوال بنسټ لخوا وړيا ډالۍ کېږي، د کرنې لارښود پليکه وړيا ترلاسه کولاى شئ.

٣- د کرنې پرمختګ راپورد تخم بزګر ژمنه کوي چې د کرلو، شينکېدو او لويديو پرمختګ عسکونه او ويډيو پخپلو خواله رسنيو او د لېوال بنسټ اړوند پاڼې سره يې شريکوي. همدارنګه خاورې ډول، د کرلو او لويديلو پروخت تودوخه او نمي مالومات شريکوي.

٤- د تخم ترلاسه کولو لپاره بايد لېوال بنسټ کې راجسټر شئ، خپل د اړيکو مالومات، خواله رسنيو مالومات، نخشه کې د کرلو ځاى وټاکئ او د کرلو د ځاى لږ ترلږ دوه عکسونه او خپل عکس پورته کړئ.

٥ - د تخم ترلاسې پته
تر هغه ورسته چې څلورم شرت مو بشپړ کړ، تاسې ته به د لېوال بنسټ له لورې يو رسيد درولېږي شي چې د هغه په مرسته د لېوال بنسټ، مرکزي دوتر کور ٣، ٨ الپ(لېوال) سړک ، ښارنو، کابل ته په ورتګ تخم ترلاسه کولاى شئ، د کورنا له امله تخم درکولو لپاره وره کې تمکېږئ، ترهغو چې تخم يا بوټي درکړل شي.

که څوک په کوم ولايت يا ښار کې د مورينګه تخم د وېش استازى کېږي، کولاى شو ١٠٠-٣٠٠ تخمونه ورکړو چې نورو کسانو ته يې په پورته ډول وويشي. غوره به وي چې کرنې سره اړوند ادارې يا قوريې دغه چاره واخلي، په ځانګړي ډول قوريوال به په دغه ډول بيپاران هم پيدا کړي.

يادونه:همدارنګه ځينې مالومات ښيي چې مورينګه ونه زموږ د سيمې (افغانستان)بوټۍ دى خو دا چې ولې ورکه شوې، ژورې څېړنې ته اړتيا لري دغه برخه کې له تخنيکي ملګرو هيله ده چې په قوريو کې د مورينګه ونه له نورو ونو جلا وکرل شي او شاوخوا زموږ نورې مهمې ونې په ځانګړي ډول د ميوې ونې وکرل شي او يو پر بل يې اغيز وڅېړل شي، خامخا به ځه راز وي چې زموږ نيکونو دغه ونه کرل پريښي.

هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو هڅې، لېوال ملي مړښت پروګرام

په درنښت
د لېوال بنسټ اداره
#liwalmoringa
نومليکنه
مورينګه ونې لرګي، پاڼې، دانې او ريښې خوراک او درملو کې کارېږي، سوپر او معجزوي خوړو کې راځي. ښاغلى لېوال ووي ما خپلې لومړۍ قلمې٢٠ ورځې مخکې کېنولې له ٣ قلمو څخه يو شنه شوه خوشاله يم چې د نوي کال په لومړۍ ورځ يې درسره شريکوم. همدارنګه ١٤٠٠کال مو هېواد کې د مورينګه ونې دودولو کال وټاکه.

د نوى کال ډالۍ په ډول مو د نور رحمان لېوال بنسټ لخوا، د لېوال شرکت په پانګونه د مورينګه لارښود خپور چې د لېوال بنسټ ويبځاى کې يې لوستلاى شئ. مورينګه اورګانيک تخم ترلاسه کولو او ويشلو هڅه کې يو، هيله ده دا خبر درسره شريک او د نوي کال په خوشاليو کې د مورينګه ونې له ګټو نور خبر کړئ. مورينګه په اړه لا ډېرو مالوماتو لپاره د نور رحمان لېوال بنسټ ويبځاى کې د مورينګه ځانګړې برخه وګورئ.

له ټولو مو هيله ده چې د مورينګه ونې دودولو په ډول واړه نوښتونه چې هېواد کې د بېوزلۍ لمنځه وړلو او روغتيا رامنځته کولو کې به ستره مرسته وکړي، له نړۍ څخه راوړلو په لټه کې شئ. لېوال بنسټ ددغو نوښتونو، راوړلو او عام کولو کې تاسې سره همکارى ته چمتو دى.

هيله ده ١٤٠٠ کال د سولې او سوکالۍ کال شي

نور رحمان لېوال بنسټ
١ ورى ١٤٠٠
#moringa
مورينګه ونه د بېوزلۍ لمنځه وړلو معجزه
تړاو کاپي کاپي شو
داسې وخت کې چې ٩٠٪ هېوادوال له بېوزلۍ سره مخ دي، هېواد کې د مورينګه ونې پيداکولو، کرلو او دود کولو کې مرسته بېوزلي لمنځه وړلاى شي.

مورينګه وليپيرا ونه پيژندنه:
مورينګه ونه له پېړو روغتياپالنه کې کارېږي، خو د سوپر يا ستر او معجزوي خوړو پېژندل يې د روانې پېړۍ خبره ده. مورينګه وليپيرا چې ډرمسټيک ونه هم ورته وايي، هندوستان کې له ريښې تر ګله په خوړو او درملنه کې کارېږي، ژر غټېږي او لږې اوبه غواړي،د کيوبا کاسټرو ورته د غريبو خواړه ويل. پاڼې يې اومې او هم پخې د پالکو په ډول خوړلاى شئ. د مورينګه پاڼو يو برابر د ٧ برابره مالټو، ٤ برابره ګازرو، ٤ برابره شيدو، ٣ برابر کيلو او ٢ برابره مستو خوړلو ګټې لري.

مورينګه ونه په نيمه تودو يا subtropical سيمو کې شنه کېږي، چې خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، هلمند، مزار، هرات، پېښور او کوټې موسم يې د کرلو لپاره وړ دى. کېداى شي نورو سړو سيمو کې هم وشي ازمويل غواړي، پېښوريان خو يې بايد هرومرو پيدا او ازمويل پيل کړي. مورينګه په نيمه وچو او نيمه تودو سيمو کې شنه کېږي، د تودوخې ٢٥-٣٥درجې(٧٧-٩٥ پارنهايت) غواړي خو تر ٤٨ درجو او لږ غوندې ګنل هم زغملى شي. له سمندر څخه تر ٦٠٠متره لوړې سيمې ورته غوره دي خو تر ١٢٠٠ متر لوړوالي کې هم ليدل شوي دي. افغانستان په منځنۍ کچه د سمندر له مخ څخه ١٢٠٠متره لوړ دى، خو هېواد کې پورتنۍ سيمې د سمندر څخه تر ٦٠٠ متره لوړوالي کې راځي چې د کرلو لپاره يې غوره دي. نور مالومات په عکسونو کې وګورئ.

نور رحمان لېوال بنسټ، د د لېوال ملي مړښت پروګرام لاندې په هېواد کې د مورينګه ونې دودولو پروژه پيل کړې او ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکوي چې لاندې چارو کې برخه واخلي:

لوړمى چاره: د مورينګه اوليپيرا اورګانيک تخم پيدا کول

١- مورينګه ونه په هېواد کې پيدا کولو کې مرسته وکړئ ، کېداى شي په هېواد کې چېرته شنه وي.

٢- مورينګه اوليپيرا اورګانيک تخم له هندوستان څخه راوړلو کې مرسته وکړئ.

دويمه چاره: هره ولايت او ولسواليو کې کرلو مرسته
د هېواد په کچه ملګري غواړو چې مورينګه ونه د هغو لارښوونو سره سمه وکري او د شنه کيدو پرمختګ يې له عکسونو سره دلته راپور کړي.کله چې نيالګي جوړ شول په بېوزله ګډوالو يې د وويشلو او بېوزلۍ لمنځه وړلو کې مرسته وکړئ.

ستاسې د سوکالۍ په هيله

نور رحمان لېوال
مورينګه ونې لارښود
تړاو کاپي کاپي شو
لېوال بسټ هڅه کړې چې مورينګه ونې کرلو، ګټو از زيانونو په اړه دا لارښود ستاسې د مالوماتو لپاره چمتو کړي، د نورو مالوماتو لپاره لاندې سرچينې او انټرنټ کې Moringa oleifera ولټوئ.

ځينې ګټور ويبځايونه دي
https://moringafarms.com/faq/ https://www.permaculturenews.org/2017/09/04/health-benefits-miracle-tree-moringa-tree/

که په دغه لارښود کې سمون او مرسته کول غواړي موږ سره اړيکه وکړئ. په درناوي

لېوال بنسټ اداره