کورپاڼه > مرستې نومليکنه
مرستې نومليکنه
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال بنسټ او نورو ادارو څخه د مالي او توکو د مرستو لپاره خپل او د کورنۍ غړيو لپاره پروپايل جوړ کړئ، زموږ د سيستم له لارې تاسې مرستندويه ادارو ته ورپېژندل کېږئ يا مرستندويه ادارې مو پيدا کولاى شي. لومړى بايد ځان راجسټر کړئ که د کورنۍ لپاره مرسته غواړئ، بيا ورپسې خپل د کورنۍ غړي راجسټر کړئ. د ګام پر ګام راجسټر کېدو لپاره اړوند پورمه کې د مرستې لارښونې شته. بيړنۍ مرستې لپاره د خوراک نړيوالې ادراې ته په ٠٧٩٠٥٥٥٥٤٤شمېرې زنګ ووهئ يا له خپل ټليپون څخه د اواز مرستکرښې ٤١٠ شمېرې ته زنګ ووهئ، خپل حالت او کرکيچ ريکارډ کړئ يا wfp.afg@wfp.org بريښناليک ته پيغام واستوئ، يا هم لېوال بسټ سره پرويايل جوړ کړئ موږ مو ستونزه دوى ته ورلېږو. که غواړي لېوال بنسټ سره نومليکنه وکړئ لاندې زه يم برخه کې وټاکئ مرسته غوښتونکى(بسپنګر)
د بېوزله کسانو ځايونه
لاندې هغه ځايونه پيداکولاى شئ چېرته چې بېوزله کسانو نومليکنه پيل کړې خو لا بشپړه شوې نه ده. که تاسې مرستندوى ياست، نومليکنه وکړئ کولاى شئ ددوى بشپړ پروپايل وګورئ. که بېوزله ياست پتې پورمه کې هرومرو خپله بشپړ پته له نخچې وټاکئ چې لاندې نخچه کې راشئ.