https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
مرستې
تړاو کاپي کاپي شو
لاندې هغه مرستې او بسپنوال دي چې د اوس لپاره ورته خپل غوښتنليک لېږلاى شئ.
لېوال بنسټ څخه د١٤٠١ کال لپاره د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم ډالۍ لپاره نومليکنه وکړئ
لېوال بنسټ څخه د١٤٠١ کال لپاره د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم ډالۍ لپاره نومليکنه وکړئ
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال بنسټ مشر ښاغلي نور رحمان لېوال ١٤٠٠ کال د مورينګه دودولو کال ونوموه. د هېواد کې د مورينګه ونې دودولو لپاره شاوخوا پنځه زره تخمونه له عربي هېوادونو څخه د ملګرو په همکاري هېواد ته راوړل او په ازمېښتي ډول لاندې ځايو کې وکرل شول:
لوګړ: محمداغې ولسوالۍ ٦٠ تخمونه. کابل: پغمان ولسوالۍ ٢٨، احمدشاه بابا مېنه ١٥٠، هوايي ډکړ١٠ او نويښار ٥٠٠ تخمونه، ننګرهار: مرکز، روداتو او کامې ولسوالۍ ١١٠٠تخمونه. خوست ٢٨٠ تخمونه. بلخ ١٠٠٠ تخمونه او ٤٠ نيالګي. هرات ٣٠٠ تخمونه، کندهار٥٠ تخمونه او ٥ نيالګي. پروان کوهې ساپي ولسوالۍ١٠٠تخمونه، فراه ١٠٠تخمونه. په ننګرهار، بلخ او کندهار کې مورينګه بوټو خورا ښه وده کړې خو د ننګرهار وده بېساري ده، د نورو مالوماتو لپاره liwal.org/moringa وګورئ.
لېوال بنسټ د ١٤٠١ د وري مياشتې لپاره په زرګونو نور تخم، قلمې او نيالګي هېواد ته راوړي هغوى چې غواړي دغه مرسته ترلاسه کړئ لاندې غوښتنې وکړئ تڼۍ وهلو سره نومليکنه وکړئ.
هېواد کې د خوراک نړيوالې ادارې يا WFP مرستې
تړاو کاپي کاپي شو
بيړنۍ مرستې لپاره د خوراک نړيوالې ادراې ته په ٠٧٩٠٥٥٥٥٤٤شمېرې زنګ ووهئ يا له خپل ټليپون څخه د اواز مرستکرښې ٤١٠ شمېرې ته زنګ ووهئ، خپل حالت او کرکيچ ريکارډ کړئ يا wfp.afg@wfp.org بريښناليک ته پيغام واستوئ، يا هم لېوال بسټ سره پرويايل جوړ کړئ موږ مو ستونزه دوى ته ورلېږو.