https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
مورينګه کرل
تړاو کاپي کاپي شو
سوري شوي تخمبي پوسته شوي تخمتعقيم شوي تخم
مورينګه سابه پلي ډول تخم لوګر، محمداغه، تنګي وغجان کې کرل
تړاو کاپي کاپي شو
تخم دوبۍ کې له ځايي مورينګه ونو څخه ترلاسه شوو او تعقيم کړي کابل ته وليګل شو.

کرلو بهير
٢١ مۍ ٢٠٢١، موږ نن کابل کې تر پنځوسو ښاوخوا تخمونه وکرل
بشپړ تخم مو وکاره، تخم مو پنچر کړ بيا مو وکاره او تخم مو بشپړ له پوسته کړ بيا مو وکاره، ګورو چې کوم ژر شين کېږي.

لويدلو بهير


اوبخور

ناروغيو سره مخامخ کېدل
نور انځورونه
شينکوټ سیوری
شينکوټ
ګلدانونه کې تخم کرنه
نيښ وهلي تخم
مورينګه سابه پلي ډول، تخم په دوبۍ کې کرنه، ښاغلى نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
تخم
مورينګه تخم اماراتو کې له ځايي مورينګه ونو څخه ترلاسه شو.

کرلو بهير
٢٥ اپريل ٢٠٢١ تخم له کرلو مخکي په نمجن کاغزي دسمال تاوو، په زيپ پلاستيکي خلته کې بند او تشناب په تياره المارۍ کې کېښودل شو هغه المارۍ د يوې اونۍ لپاره بنده وه. د کوټې تودوخه ٢٤-٢٧درجې او نمي ٦٠٪ ووه.

٣ مۍ ٢٠٢١، د کاغزي دسمال له لسو تخمو ٩ راشنه او نژدې يوه ګوته له ريښو سره لوى شوى ول، په ګلدانيو کې داسې وکرل شوي چې ريښې او ډنډر يې په خاوره کې خښ او د پاڼو په خوا يې يو ملي خاوره واچول شوه. په يوه شپه ورځ کې له خاورو را ووتل.

کرلو خاوره مالګين ريګ ورسره ١٠٪ له بوټو جوړ کامپوست. د کرلو په ورځ تودوخې درجه ٣١ او نمي ٤٢٪

لويدلو بهير
١٨ مى ٢٠٢١ پورې په ١٥ ورځو کې يو څپک لوى شول، د ورځې تودوخې درجه ×× او نمي ×× او شپې تودوخې درجه
٤ جون ٢٠٢١، ورځې تودوخه ٤٣درجې، نمي ٦٤٪ د شې تودوخه ٣٠ درجې او نمي ٢٩٪، غوچو ګلدانيو بوټي دوه لويشتې او د وړو ګلدانيو بوټي يوه لوشت لوى شوي، بايد نيال په غټو ګلدانيو يا نيال خلتو کې وکرل شي.

اوبخور
هره ورځ سهار او مازديګر تروې د څا اوبه ورکړل شوي

ناروغيو سره مخامخ کېدل ١٨ مى ٢٠٢١ چې بوټي نژدي يو څپک لوى شوي ول، شين چينجى يې پيدا کړ چې پاڼې يې خوړلې، له ځينو پاڼو يې تارونه تاوول ، په پاڼو او ځکمه يې تور د ګدن دانې هومره غول پراته وو. ددغه چينې حل دادى چې ولټول او مړ کړل شي، که بوټي ډېر ويي نو مورينګه ساتنه او درملنه برخه وګورئ

په٢٠ د ډيسمبر ٢٠٢١ ،مورينګه وني چې پخوا کرل شوي وي، ګلان يې وغوړول. له تخم څخه کرلي وني له ٤ مترو لوړي شوي خو ګلان يې تراوسه نه دي غوړولي، په انځور کي وګورئ.

نور انځورونه
له تخم څخه بوټي راشنه شول
نيښ وهلي تخم کرنه او لېوال صاحب
زړو ونو ګلان وغوړول
٢٠ ډيسمبر ٢٠٢١ ونو لوړوالی
مورينګه سابه پلي ډول، تخم، کابل، ښارنو کې کرنه، لېوال شرکت دوتر،
مورينګه سابه پلي ډول، تخم، کابل، ښارنو کې کرنه، لېوال شرکت دوتر،
تړاو کاپي کاپي شو
تخم: اماراتو کې له ځايي ونو ترلاسه او کابل ته راوړل شو.

کرلو بهير
١٩مۍ ٢٠٢١ د کابل په مرکزي دفتر کې د مورينګه تخم وکرل شو، تودوخې درجه ××، نمي ×× درجې وه

خاوره
دوه ډوله خاوره مو ورته برابره.
١- ساده خاوره
٢- ساده خاوره د څارويو له سرې سره ګډه
د ګلدانۍ کارولو لپاره هغه څه چې موږ ته مناسب ښکاره کېده موږ په کې مورينګه تخم وکاره.
وروسته له هغې چې مورينګه تخم تعقيم او خاوره مو برابره کړه، موږ يوه ګلدانۍ چې جګوالى يې پنځلس (١٥) سانتي متر وو راواخيسته او په هغې کې مو اته (٨) سانتي متره ساده خاوره واچوله، بيا د هغې په سر مو د مورينګه تعقيم شوى يو تخم کېښود، د موريګه تخم په سر مو درې (٢.٥) سانتي متره ساده خاوره چې د څارويو له سرې سره ګډه شوې وه د تخم په سر واچوله او ورسته له هر دوه ورځو مو د باران په شکل سره اوبه ورکولې.وروسته له شپاړس (١٦) ورځو ليدل کېږي چې زموږ مورينګه کرل شوى تخم په ښه وده او نموکې ده.

لويدلو بهير
xx غويي ١٤٠٠ له کرلو څخه × ورځې تيغنه ووهلو سره يې له ځمکې سر راويست، تودوخې درجه ××، نمي ×× درجې دورځې او شپې ×× درجې تودوخه او ×× نمي وه .

xx غويي ١٤٠٠ز نژدې xx سانتي متره لوى شو، دورځې تودوخه ×× درجې او نمي ×× درجې وه. شپې
xx غويي ١٤٠٠ز نژدې xx سانتي متره لوى شو، دورځې تودوخه ×× درجې او نمي ×× درجې وه. شپې
xx غويي ١٤٠٠ز نژدې xx سانتي متره لوى شو، دورځې تودوخه ×× درجې او نمي ×× درجې وه. شپې

ناروغيو سره مخامخ کېدل
تر اوسه ستونزه نه ده ترسترګو شوې
نيالګي کرل
مورينګه سابه پلي ډول نيالګي په دوبۍ کې کرنه
تړاو کاپي کاپي شو
لېوال مورينګه سابه پلي ډول نيالګي کرل په دريمي د مي ٢٠٢١ کال کې پيل شو.

دا خاوره مالګينه او په کې ريګ موجود ده. مالږينى دڅا اوبه وربانې کارول شوي.

په ٢٩ د ډيسمبر ٢٠٢١ ، ٨ مياشتي ورسته ،مورينګه سابه پلي ډول قلمي ٤ مترو څخه ډير لوړوالي لري.
نور انځورونه
نيالګي ٨ مياشتي وروسته
قلمي پنځمه اونۍ
مورينګه سابه پلي ډول قلمې يا بجګي په دوبۍ کې کرنه
تړاو کاپي کاپي شو
قلمې ترلاسه کول
د ځايي مورينګه ونې څخه قلمي راپريکړل شوئ. خاوره مالګينه او په کې ريګ موجود ده. مالږينى دڅا اوبه د ابوکولو لپاره کارول شوي.

کرلو بهير
قلمي په ٣٠ د اپريل ٢٠٢١ کي کينول شوي.

لويدلو بهير
لکه سنګه چې نورو انځورونو کې ښکاري لومړى اونۍ ١ د مۍ ٢٠٢١ نېټه قلمي تيغنې ووهلې.

ناروغيو سره مخامخ کېدل
تر اوسه ناروغيو سره نه دى مخ شوي

په٢٠ د ډيسمبر ٢٠٢١ ،له قلمو يا بجګيو څخه کرلي وني له ٤ مترو لوړي شوي خو ګلان يې تراوسه نه دي غوړولي، په انځور کي وګورئ.
نور انځورونه
قلمي لومړۍ اونۍ
قلمي دوهمه اونۍ
قلمه دريمه اونۍ
قلمي څلورمه اونۍ
قلمې کرل
٢٠ ډيسمبر ٢٠٢١ ونو لوړوالی
لېوال مورينګه سابه پلي ډول چې له نوم څخه يې څرګندېږي دغه ډول ونه د پاڼو (سبو) او پلي لپاره کرل کېږي. دغه ونې عربي هېوادو لکه عمان او اماراتو کې کرل شوې او تخم يې راټول شوى. دغه ونه زموږ له تجربې په اماراتو کې په ٤ کلونو کې شاوخوا ٦×٦ متر مربع ځاى کې خپره شوې او تر ٨ متره لوړه شوې، خو عکس کې ګورئ چې شاخوا ٢٠متر مربع لادېر ځاى يې نيولاى. کله چې پلي وکړي د بار له امله يې ښاخونه ماتېږي.

غوره به وي چې د ښاخپريکړ سره کابو شي چې پاڼو او پليو ته يې ترلاسى اسانه وي. لاندې د نيالي او پټيو کې د کرلو لارښوني دي.

دغه تخم په ټول هېواد کې په ازمېښتي ډول کرل کېږي په اړه يې لاندې د کرلو بهير تر څېړنو لاندې دى، پايله د کرلو، لويدو، ستونزې او نور به به يې دلته شريکوو

لېوال مورينګه سابه پلي ډول چې له نوم څخه يې څرګندېږي دغه ډول ونه د پاڼو (سبو) او پلي لپاره کرل کېږي. دغه ونې عربي هېوادو لکه عمان او اماراتو کې کرل شوې او تخم يې راټول شوى. دغه ونه زموږ له تجربې په اماراتو کې په ٤ کلونو کې شاوخوا ٦×٦ متر مربع ځاى کې خپره شوې او تر ٨ متره لوړه شوې، خو عکس کې ګورئ چې شاخوا ٢٠متر مربع لا ډېر ځاى يې نيولاى. غوره به وي چې د ښاخپريکړ سره کابو شي چې پاڼو او پليو ته يې ترلاسى اسانه وي. لاندې د نيالي او پټيو کې د کرلو لارښوني دي. دا به غوره وي چې تر پټې کرلو وړاندې نيال وکرل شي او بيا پټې ته يوړل شي.

تودو سيمو کې کرل
هلمند، کندهار، پراه، نيمروز، لغمان ، ننګرهار ، خوست، مزار کې غوره ده چې ١٠مربع متره کې يوه ونه وکرل شي، چې يوه بسوه کې ١٠ ونې راځي.

سړو سيمو کې کرل
کابل، لوګر، ورګ، پروان، غزني، هرات، غور، سمنګان، کنړ او نور کې به غوره وي چې ٥ مربع متره کې وکرل شي، ځکه کېداى شي په ژمي پرېکول وغواړي او پسرلى بيا له بجګي وکړي. چې يوه بسوه کې ٢٠ ونې راځي.
په دغه تلګلاره يوه اونۍ پرمختګ کوى، په دغه تګلاره تخم يوه اونۍ کې تېغنې او ريشې کوي چې له هغو وروسته يې په ځمکه، ګلدان يا نيالخلتو کې کرو لاندې ګامونه لري:
تخم د خپلو نيالخلتو يا ګلدانو په تعداد اخلئ.
يوه کاغزي دسمال کې يې کېږدى، دسمال دومره لندوئ چې تخم هم لوند شي، پرسر يې دسمال ور اړوئ او د زيپخلتې په کچه يې رانغاړئ.
زيپ خلته کې يې اچوئ ، په تاوده او تياره ځاى کې يې کېږدئ، څلورمه ورځ يې ګورئ که تيغنې يې وهلې وي او ريښې يې هم کړي وي نو داسې يې کرئ چې ريښې يې په خاور کې خښوئ او پاڼې يې پورته راوباسئ. نور ويډيو وګورئ
مورينګه داسې ونه ده چې ريښې يې ژورې ځي نو که ګلدان يا نيالختو کې يې کرئ بايد ژور ګلدان يا خلته غوره کړئ، ٤×٤×١١ خلته يا ورته ګلدان به غوره وي د تخم کرلو لپاره لاندې تګلاره غوره کړئ.

د لېوال مورينګه سابه پلي ډول تخم بايد ٢٤ ساعته مخکې له کرلو لوند شي.
تخم بايد يو انچ يا د ګوتې يو بند په وتره خاوره کې ژور خښ کړل شي.
له يوې اونۍ څخه تر دوه اونيو پور تخم شين کېږي.
يو ګلدان يا يو خلته کې يوه دانه وکرئ.