https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د مورينګه ونې لومړى قلمه او نيالګىمورينګه ونې لومړى نيالګى
د لېوال بنسټ لخوا د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم ډالۍ ترلاسه کړئ
تړونى کاپي کاپي شو
د لېوال بنسټ لخوا د مورينګه ونې بوټي، ځينې قلمې او تخم هېواد ته ډېر ژر رارسيدونکي دي که غواړئ د ډالۍ په ډول يې ترلاسه کړئ د نومليکنه تڼۍ کليک سره غوښتنه وکړئ. د لېوال بنسټ له ډېرو څېړنو وروسته د مورينګه ونې نيال، قلمې او تخم په لاندې ځايونو کې موندلي که هېوادوال وغواړي ترلاسه کولاى يې شئ:

1- پېښور، کچه ګړۍ قوريو يا نرسريو کې ٢متره (٧ پوټه) نيالګۍ تر څلورنيم سوه کالدارې، او يو ١ متر يا (۳ پوټه) تر ۳۰۰ روپۍ خرڅېږي، د قوريو يا نرسريو کارکوونکو لېوال بنسټ استازى ته وويل چې دغه بوټي ډېر ژر لويږي، څلورو مياشتو کې له دوه لويشتو څخه دوه متره پورې رسېږي. خو داسې ښکاري چې د پېښور بوټي د مورينګه کوم ځانګړى ډول دى.

٢- دوبۍ، ورسان سيمې په قوريو يا نرسريو کې مورينګه ونې بوټي ١ متر لوړ تر ٢٥- ٤٠ درهمو او دوه متره لوړ بوټې له ١٠٠-١٥٠ درهمو خرڅېږي چې له عمان څخه دوبۍ ته راوړل کېږي. همدرانګه که څوک له دوبۍ څخه د مورينګه ونې قلمه ځان لپاره وړلئ شي، موږ سره اړيکه وکړئ.

٣- د مورينګه ونې تخم په هندوستان او دوبۍ کې پيدا او لېوال بنسټ يې د راوړلو بهير پيل کړئ، هندوستان تخم په درې ډوله او د دوبۍ يو ډول دى چې تر اوسه ٤٠٠٠ دانې تخم کابل ته لېږل شوي. په لاندې شرتونو د ځاني کرلو او قوريو کې د خرڅلاو يا ډالۍ کولو لپاره د لېوال بنسټ لخوا ډالۍ کېږي.

١- د ځان لپاره کرل له نومليکنې څخه وروسته په راسيدو به څلور ډوله (لېوال سابه مورينګه، لېوال سابه پلي مورينګه، لېوال پلي مورينګه، لېوال خنډۍ مورينګه) تخم څخه دوه دانې او د دوبۍ له ختم څخه ٢ دانې چې ټول ٨ دانې کېږي هر راجسټر شوي کس ته ورکول کېږي چې خپل کور، بڼ، پټي يا ځنګله کې يې وکري. يادونه: تر اوسه يوازې دوبۍ څخه د مورينګه تخم هېواد ته لېږل شوى.

٢- قوريه کې د خرڅلاو يا ډالۍ لپاره کرل د هر ولايت مرکز او ولسواليو کې دوه قوريو ته د مورينګه څلور ډوله (لېوال سابه مورينګه، لېوال سابه پلي مورينګه، لېوال پلي مورينګه، لېوال خنډۍ مورينګه) تخمونو څخه ٢٠ دانې چې ټول شپيته دانې تخمونه کېږي او د دوبۍ له ختم څخه ٥ دانې د لېوال بنسټ لخوا وړيا ډالۍ کېږي، د کرنې لارښود پليکه وړيا ترلاسه کولاى شئ.

٣- د کرنې پرمختګ راپورد تخم بزګر ژمنه کوي چې د کرلو، شينکېدو او لويديو پرمختګ عسکونه او ويډيو پخپلو خواله رسنيو او د لېوال بنسټ اړوند پاڼې سره يې شريکوي. همدارنګه خاورې ډول، د کرلو او لويديلو پروخت تودوخه او نمي مالومات شريکوي.

٤- د تخم ترلاسه کولو لپاره بايد لېوال بنسټ کې راجسټر شئ، خپل د اړيکو مالومات، خواله رسنيو مالومات، نخشه کې د کرلو ځاى وټاکئ او د کرلو د ځاى لږ ترلږ دوه عکسونه او خپل عکس پورته کړئ.

٥ - د تخم ترلاسې پته
تر هغه ورسته چې څلورم شرت مو بشپړ کړ، تاسې ته به د لېوال بنسټ له لورې يو رسيد درولېږي شي چې د هغه په مرسته د لېوال بنسټ، مرکزي دوتر کور ٣، ٨ الپ(لېوال) سړک ، ښارنو، کابل ته په ورتګ تخم ترلاسه کولاى شئ، د کورنا له امله تخم درکولو لپاره وره کې تمکېږئ، ترهغو چې تخم يا بوټي درکړل شي.

که څوک په کوم ولايت يا ښار کې د مورينګه تخم د وېش استازى کېږي، کولاى شو ١٠٠-٣٠٠ تخمونه ورکړو چې نورو کسانو ته يې په پورته ډول وويشي. غوره به وي چې کرنې سره اړوند ادارې يا قوريې دغه چاره واخلي، په ځانګړي ډول قوريوال به په دغه ډول بيپاران هم پيدا کړي.

يادونه:همدارنګه ځينې مالومات ښيي چې مورينګه ونه زموږ د سيمې (افغانستان)بوټۍ دى خو دا چې ولې ورکه شوې، ژورې څېړنې ته اړتيا لري دغه برخه کې له تخنيکي ملګرو هيله ده چې په قوريو کې د مورينګه ونه له نورو ونو جلا وکرل شي او شاوخوا زموږ نورې مهمې ونې په ځانګړي ډول د ميوې ونې وکرل شي او يو پر بل يې اغيز وڅېړل شي، خامخا به ځه راز وي چې زموږ نيکونو دغه ونه کرل پريښي.

هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو هڅې، لېوال ملي مړښت پروګرام

په درنښت
د لېوال بنسټ اداره
#liwalmoringa
نومليکنه