https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

مورينګه ونه د بېوزلۍ لمنځه وړلو معجزه

تړونى کاپي کاپي شو
داسې وخت کې چې ٩٠٪ هېوادوال له بېوزلۍ سره مخ دي، هېواد کې د مورينګه ونې پيداکولو، کرلو او دود کولو کې مرسته بېوزلي لمنځه وړلاى شي.

مورينګه وليپيرا ونه پيژندنه:
مورينګه ونه له پېړو روغتياپالنه کې کارېږي، خو د سوپر يا ستر او معجزوي خوړو پېژندل يې د روانې پېړۍ خبره ده. مورينګه وليپيرا چې ډرمسټيک ونه هم ورته وايي، هندوستان کې له ريښې تر ګله په خوړو او درملنه کې کارېږي، ژر غټېږي او لږې اوبه غواړي،د کيوبا کاسټرو ورته د غريبو خواړه ويل. پاڼې يې اومې او هم پخې د پالکو په ډول خوړلاى شئ. د مورينګه پاڼو يو برابر د ٧ برابره مالټو، ٤ برابره ګازرو، ٤ برابره شيدو، ٣ برابر کيلو او ٢ برابره مستو خوړلو ګټې لري.

مورينګه ونه په نيمه تودو يا subtropical سيمو کې شنه کېږي، چې خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، هلمند، مزار، هرات، پېښور او کوټې موسم يې د کرلو لپاره وړ دى. کېداى شي نورو سړو سيمو کې هم وشي ازمويل غواړي، پېښوريان خو يې بايد هرومرو پيدا او ازمويل پيل کړي. مورينګه په نيمه وچو او نيمه تودو سيمو کې شنه کېږي، د تودوخې ٢٥-٣٥درجې(٧٧-٩٥ پارنهايت) غواړي خو تر ٤٨ درجو او لږ غوندې ګنل هم زغملى شي. له سمندر څخه تر ٦٠٠متره لوړې سيمې ورته غوره دي خو تر ١٢٠٠ متر لوړوالي کې هم ليدل شوي دي. افغانستان په منځنۍ کچه د سمندر له مخ څخه ١٢٠٠متره لوړ دى، خو هېواد کې پورتنۍ سيمې د سمندر څخه تر ٦٠٠ متره لوړوالي کې راځي چې د کرلو لپاره يې غوره دي. نور مالومات په عکسونو کې وګورئ.

نور رحمان لېوال بنسټ، د د لېوال ملي مړښت پروګرام لاندې په هېواد کې د مورينګه ونې دودولو پروژه پيل کړې او ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکوي چې لاندې چارو کې برخه واخلي:

لوړمى چاره: د مورينګه اوليپيرا اورګانيک تخم پيدا کول

١- مورينګه ونه په هېواد کې پيدا کولو کې مرسته وکړئ ، کېداى شي په هېواد کې چېرته شنه وي.

٢- مورينګه اوليپيرا اورګانيک تخم له هندوستان څخه راوړلو کې مرسته وکړئ.

دويمه چاره: هره ولايت او ولسواليو کې کرلو مرسته
د هېواد په کچه ملګري غواړو چې مورينګه ونه د هغو لارښوونو سره سمه وکري او د شنه کيدو پرمختګ يې له عکسونو سره دلته راپور کړي.کله چې نيالګي جوړ شول په بېوزله ګډوالو يې د وويشلو او بېوزلۍ لمنځه وړلو کې مرسته وکړئ.

ستاسې د سوکالۍ په هيله

نور رحمان لېوال